په بلخ ولایت کې د موټرواو بطریو تولید.

چهارشنبه ۳ مرغومي لومړۍ ۱۳۹۹
د بلخ ولایت د امیرعلي شیرنوايي په صنعتي ښارګوتې کې د امین نور د موټرواو بطریوتولیدي فابریکه د یو میلیون امریکايې ډالروپه پانګونې
سره فعالیت کوي، چې هره ورځ له یو څخه تر دوه عرادې موټرو او زرو(۱۰۰۰) عدده بطریو پوري دتولید وړتیا لري.
دا فابریکه د ۱۳۹۶ لمریز کال راهيسی په بلخ ولایت کې فعالیت ترسره کوي چې له ۳۶ څخه تر۲۲۰ امپیره تیزابي بطریو د تولید وړتیا لري، همدا راز د ۱۵۰ تنو لپاره یې د کارزمینه هم برابره کړې ده.