په بلخ ولایت کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۴۰
په بلخ ولایت کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

شنبه 21 جمادی الاول 1446 / 3 لینډی 1403

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په درېمه نېټه، په دغه ښار کې د صادراتو واحد مرکز پرانیست.

دا مرکز چې د مزارشریف په ښار کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مقر کې پرانیستل شو، په پرانیست غونډه کې یې د بلخ ولایت د والي مرستیال، د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او د یاد ولایت نورو چارواکيو ګډون درلود.

د صادراتو واحد مرکز د هیواد د صادراتو د اسنادو د طی مراحل لپاره یو ځای دی چې په مزارشریف ښار کې ددې په پرانیسنې سره د هېواد صادرونکو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابریږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS