له پانګونې څخه دملاتړدعالي بورد داوومې غونډې تر سره کېدل

یکشنبه : دمرغومې ۲۸مه ۱۳۹۹
له پانګونې څخه دملاتړدعالي بورد غنډه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ ، دخصوصي سکتور، دولتي نهادونو داستازو او ددغې بورد دغړو په ګډون ترسره شوه.
په دغه غونډه کې ښاغلي غوریاني وویل چې له یادې غونډې څخه یې موخه دصنعت کارانو ، سوداګرو او پانګوالودستونزو حل کول دي او زیاته یې کړه چې دخصوصي سکتور ستونزې په ټولو برخو کې دجلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني ، دنورو اړونده دولتي ادارو لخوا دخصوصي سکتور په ملاتړبه ډېر ژر حل شي.
بلخوا بیا دافغانستان دخونو دفدراسیون عمومي ریس محمد اسماعیل غضنفر ټینګار وکړ چې په یاده غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري، له خصوصي سکتورسره ژمنه کړې چې ددوی ستونزې به په نژدې راتلونکي کې حل کړي.
په دغه غونډه کې دصنعتي پارکونو دپراختیایي چارو، په صنعتي پارکونوکې دبریښنا رسونې دچارو پرڅرنګوالي،پانګوالو ته دافغانستان بانک دبرنامې لخوا دپور ورکړې دڅرنګوالي، او دهرات ولایت په اسلام قلعه، دوغارون بندرونو کې د نفتو او ګازو دنل لیکې دجوړېدو په اړه بحثونه تر سره شول.
په یاده غونډه کې وپتیل شوه چې دهرات ولایت په اسلام قلعه ، دوغارون بندرونو کې د نفتو او ګازو دنل لیکې دپانګونې طرحه چې دعقاب آسیا شرکت لخوا عملي کیږې په غوڅ اکثریت رایو تصویب شوه او همداراز پریکړه وشوه چې یوه کاري کمیټه دصنعت او سوداګرۍ ، دافغانستان بانک او خصوصي سکتور په ګډون جوړه او پانګوالو ته دافغانستان بانک او نورو پرمختللو بانکونو لخوا دپور ورکړې طرحه دنړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړه کړي.