له ملي سوداګرو سره مشورتي ناسته

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۹:۲۷
له ملي سوداګرو سره مشورتي ناسته

۱۳۹۹ کال د تلې ۲۲مه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ له ملي سوداګرو سره مشورتي ناسته ترسره شوه په دغه غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ فدراسیون مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، په سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان دایمي استازي ښاغلي محمد قربان حقجو، ملي سوداګرو او د دې وزارت رئیسانو ګډون کړی وو،یاده غونډه د وزارت د مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې پاکستان اسلامي جمهوریت ته په نږ دې راتلونکې کې د افغانستان د لوړ رتبه پلاوي سفر په هکله خبرې اترې ترسره شوې.

ښاغلي غوریاني له ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې د ددې وزارت لخوا د جوړې شوې مسودې د لا بډاینې لپاره دې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو له پاکستان سره د هیواد ترانزیټي او سوداګریزې ستونزې په اساسي ډول حل شي.

ښاغلي خان جان الکوزي او د غونډې ګډونوالو په دې هکله د عملي همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پام کې ده چې دافغانستان پلاوی د یو لړاصلاحي وړاندیزونو،او طرحو سره پاکستان ته سفر وکړي اوهلته به په سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو او دهغې په بنیادي حل لاره د هغه هیواد له مقاماتو سره بحث وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS