زموږ هیواد زموږ تولید ترعنوانو لاندي نندارتون څخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۱:۶
زموږ هیواد زموږ تولید ترعنوانو لاندي نندارتون څخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

شنبه دتلي 26مه 1399

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرښاغلي نثاراحمد غوریاني د ( زموږ هیواد زموږ تولید) په نامه نندارتون څخه لیدنه وکړه او د هغه صنعت کارانو سره چې په دې نندارتون کې يې خپل محصولات نندارې ته ایښي وه خبري وکړي .

همدا راز د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ددي نندارتون د پای غونډه کې وویل، دا وزارت به د کورنیو توکو پیژندنې او کورنیو تولیداتواومحصولاتو څخه د ګټي اخیستنې لپاره دهیوادوالو د هڅونې په موخه مرکز او ولایاتو کې لا زیات نندارتونونه ترسره کړي .

ښاغلي غوریانې زیاته کړه، د صنعت او سوداګري وزارت به د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول لاسي صنایعو دهڅونې او ملاتړلپاره په بهرنیو هیوادونو کې نندارتونونه ترسره کړي او د هغه په بازار موندنې به هم کار وکړي .

نوماند وزیر د کورنیو تولیداتو په پیژندګلوي کې د نندارتونو د رول په هکله صنعت کارانو ته وویل دا وزارت به په نږدي راتلونکې کې د نندارتونونو لپاره یو دایمي ځاي لمړي په کابل او وروسته په ولایاتو کې جوړ کړي .

د( زموږ هیواد زموږ تولیداتو) نندارتون د هیواد د مختلفو ولایاتو د کوچنیو،منځینواو لویو صنعت کارانو لخوا په کابل کې د ۱۸۷ غرفو کې د خپلو محصولاتو په ایښودولو سره د دري ورځو لپاره ننداري ته وړاندي شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS