د ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه

یک شنبه مورخ ۳۱ شوال المکرم ۱۴۴۴ / ۳۱غویي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال د ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه وکړه او په افغانستان کې ( د ساتنې، حرفه او تشبثاتو له لارې د ژوند برابرولو پروژې) د پیل په اړه خبرې وکړې.
لومړی د دې پروژې یوه مسؤول د پروژې د اهدافو، مالي ملاتړ کوونکو، بودیجې، د پروژې مودې او لیدلوري په اړه پریزینتیشن وړاندې کړ. او د دې پروژې مسؤول وویل چې د دوی زیاتره کاري برخه د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په برخه کې ده، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د دې پروژې د تطبیق په اړه د هر اړخیزه مرسته غوښته وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دوی د راتګ څخه مننه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت رهبري د دغې پروژې د مثبتو اغیزو په پام کې نیولو سره له څېړنې وروسته، په ټولو برخو کې به هر اړخیز ملاتړ کوي.