د 1.5 میلیون ډالرو په ارزښت له 12 موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۳۳
د 1.5 میلیون ډالرو په ارزښت له 12 موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

چهارشنبه26 رمضان المبارک 1446 / 6 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۴لمریز کال د وري په ۶ مه نېټه په هېواد کې د تشبثاتو سکتور د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۲ موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیککونه لاسلیک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د پروژو د پلي کولو په لار کې د اسلامي امارت د پالیسیو د پلي کولو په لار کې پر عملي توب ټینګار وکړ او ویې ویل: د سوداګرۍ وزارت ستاسو د هڅولو او ستاسو د چارو د ګړندیتوب په موخه تل هڅه کړې چې اړونده اسناد ژر تر ژره  لاسلیک شي او له یادو موسسو یې وغوښتل تر څو د پروژو مالي ملاتړ کوونکو ته د خپلو طرحو د وړاندې کولو پر وخت، مهاجرینو ته لومړیتوب ورکړي.

 ټاکل شوې ده چې دغه ۱۲ موسسې یادې پروژې د ظرفیت جوړونې،د کورنیو د مالي اړتیاوو پوره کولو او د درامد په ترلاسه کې ابتکار، سلمه دوزۍ او ډیزاین زده کړې، د وړو سوداګریو مدیریت، بېرته را ستنیدونکو ته د معشیتي فرصتونو د لاسرسي د زیاتوالي او پایښت او متشبثینو ته د غالۍ اوبدلو او ګرافیک ډیزاین د زده کړې په برخو کې د یو میلیون  553 زرو او 180 ډالرو په ټولیز ارزښت د هېواد په ۱۲ولایتونو کې تطبیق کړي.

د یادولو وړ ده چې له دغه پروژو څخه به یو زر او اوه تنه نېغ په نېغه د کندوز، لوگر، فاریاب، ننگرهار، کابل، بدخشان، بامیان، هرات او تخار په ولایتونو کې ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS