د کندهار دټوکرود تصدۍ د بیا فعالولو هڅې

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۲:۳۳
د کندهار دټوکرود تصدۍ د بیا فعالولو هڅې

یک‌شنبه د غوايی ۵ مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني کندهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال؛د کندهار د  ټوکرو تصدۍ څخه لیدنه وکړه او د خصوصي سکتور په پانګوالو یې غږ وکړ چې د دې تصدۍ  بیا فعالولو په موخه  دې په یاده تصدۍ کې  پانګونه وکړی.

د  دې تصدۍ د لیدنې پر مهال د خصوصي سکتور استازو، په پارلمان کې د خلکو استازو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت رییسانو، د کندهار صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالوهم شتون درلود.

ښاغلي غوریاني د  دولتي تصدیو پر بیا فعالولو ټینګار وکړ اوزیاته یې کړه چې،د کندهار د ټوکرو تصدۍ به د هغې د ستونزو حل به ،خصوصي سکتورلخوا په  پانګوونې او د عصري ماشینینو په کارولو سره په یوې بشپړې عایداتې او کار موندونکې تصدۍ بدله شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه : د کندهار د ټوکرو د تصدیو د اوسني وضعیت یوه بشپړه څیړنه  باید وشي ،له ارزونې وروسته به د دې تصدۍ د ماشین الاتو د  عصري کولو او خصوصي سکتور لخوا د پانګونې په اړه به کره  پریکړې ترسره شي .

د کندهار د ټوکرو تصدۍ په هېواد کې د نساجي او پوښاک ترټولو لویه فابریکه وه ، اوس د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د خصوصي سکتورلخوا په  پانګوونې سره دا تصدۍ بیا ځل فعاله کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS