د پکتیا ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۵:۲۷
د پکتیا ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره لیدنه

سه شنبه مورخ 5 جمادی الاول 1444 / 8 لیندۍ

د صنعت او سودا ګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا ولایت سوداګرو، صنعت کارانو او د خصوصې سکټور له غړو سره د دی وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

په دی لیدنه کي صنعت کارانو، سوداګرو او د خصوصې سکټورغړو په خپل وار سره د سوداګرۍ، صنعت، او ټرانزیټ په برخه کي خپلي ستونزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سره شریکې کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا ولایت سوداګرو، صنعت کارانو او د خصوصي سکتور غړو ته ښه راغلاست وویل او د هغوي نظریاتو، وړاندیزونو اوستونزو په اوریدلو سره يې د هراړخیزه همکارې ژمنه وکړه.

ښاغلي جمال وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دولت کي ستاسې استازي دی او تاسو د ستونزو په حل کي هراړخیزه اقدامات تر سره کیږي

ښاغلي جمال وویل مونږ د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو د حل ترڅنګ غواړو چې د سوداګرو، صنعت کارانو او خصوصې سره اوږه په اوږه هیوادوالو ته د کاري زمینه برابره کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۸:۴۹
Background image

د مولوی جمال په مشری اداري ناسته

د صنعت او سودا ګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال  په مشری او د دی وزارت یو شمیر رئیسانو په ګډون اداری ناسته تر سره شوه.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د اوسپنې د ویلې کولو سکتور مسوؤلینو سره د مولوی جمال لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال  د دی وزارت ځینو رئیسانو په ګډون د صنایع او معادن خونو، او د اوسپنې د ویلې کولو سکټور له مسوولینو سره لیدنه او د دغو سکټورونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

په هیواد کی د سړو خونو پر جوړولو بحث

هغه ناسته چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشري او د مولوي محمد زمان ناصری د صنعتی پارکونو د انکشاف او  پالیسی رئیس، د کرنې

BACK TO NEWS