د پریمینځونکو توکو د فابریکې پرانیستل

شنبه: د وری ۶مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د رحمت ناصر سوداګریز او تولیدي شرکت (د ایوینا تولیداتو) ترعنوان لاندې پرانیست.
دغه فابریکه چې په ۱۳۹۶ کال کې یې د بنسټیزې چارې پیل شوې د ۱۴۰۰ کال په پاې کې یې په فعالیت پیل کړی د مجهز لابراتواراو داخلی او بهرنیو تخنیکې پرسونل په درلودو سره په ورځ کې د ۲۰ ټنو محصولاتو د تولید وړتیا لری.
دغې فابريکې په غزني ولايت کې د ٥٥ عصري او پرمختللو ماشينونو په نصب سره په دوه جريبه ځمکه کې يو ميليون امريکايي ډالرو پانګونه کړې چې په مستقيم ډول يې ٤٥ تنو ته اوپه غیر مستقیم ډول يې ٦٠ تنو د کار زمينه برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې دا فابریکه د نړیوالو معیارونو سره سم د لاس مینځلو ، دجراثیمو ضد، د لوښو مینځلو مایع، د جامو مینځلو پوډر، د موټرونو واکس (پالش) او شامپو تولیدوې.