د پاکستان له ځانګړي ستازي سره د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۹:۴۰
د پاکستان له ځانګړي ستازي سره د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

شنبه 22 رمضان المبارک 1446 / 2 حمل 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن تر غرمې وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان او ورسره پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دغه ناسته او خبرې د دواړو هېوادو تر مینځ د شته سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو د څېړنې او د دواړو هېوادو تر مینځ پر اقتصادي اړیکو د سیاسي تاوتریخ والي د اغېزو مخنیوي او د بنسټیزو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره شوه.

پدې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو منظمو ناستو پر اهمیت، د سوداګریزو اړیکو پر عادي کولو، د ترجیحي سوداګرۍ یا (PTA) د هوکړه لیک پر نهایي کولو، د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداکریز تړون (APTTA) په اړه د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

همدارنګه پدې ناسته کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او همدارنګه پاکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي پر سفرونو، پر شته سوداګریزو ستونزو، د افغانستان پر فصلي او موسمي اړتیاوو او د افغانستان پر اقتصادي ودې هم خبرې اترې وشوې.

محترم الحاج نورالدین عزیزي، له دغه لیدنې کتنې د هرکلي په څنګ کې څرګنده کړه چې دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په تېره بیا د سوداګرۍ په اړخ کې رغنده او مثبت ګام شمېرل کېږي. همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د وارداتو او صادراتو په برخه کې د خنډونو دلیري کولو لپاره پر متقابلې همکارۍ ټینګار وکړ او راتلونکی کرهنیز فصل یې د دواړو هېوادو تر مینځ د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره ښه فرصت وګڼلو.

 ددې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو خبرو اترو پر دوام او د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د آسانتیاوو راپیدا کولو لپاره د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.همدارنګه پدې لیدنه کې وویل شول چې پاکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ستراتیژیک فرصت په لاس کې لري  چې کولای شي د دواړو هېوادو د اقتصادي غوړیدا په برخه کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS