د نړۍ له هېوادونوسره د ۱۷۱ ملیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلور د تړون لاسلیک

دوشنبه : دکب ۱۱مه ۱۳۹۹
هغو افغان سوداګرو چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ګلفود په نړیوال نندارتون کې یې ګډون کړی وو؛ د نندارتون په جریان کې ، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلور تړون د ۳۲ هیوادونو سوداګرو سره د ۱۷۱ ملیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.
دا نندارتون چې هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې جوړیږي؛ سږکال ، د کرونا وبا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د احتیاطي ګامونو سره سره ، د ۶۵ هیوادونو څخه ۲۵۰۰ شرکتونو په دوبۍ کې د نړیوال سوداګرۍ مرکز تالار کې برخه اخیستې وه .
په دې نندارتون کې ، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سوداګریزې اتشې وکولای شول چې د افغان سوداګرو او متحده عربي اماراتو ، ایسټونیا ، هسپانیه ، ترکیې ، سعودي عربستان ، هند ، ایټالیا ، جاپان ، کویټ ، بلجیم او اوکراین تر منځ د ۱۰ B2B ناستې ترسره کړي.
سږکال ، د افغانستان ۲۸ شرکتونو د USAID په مالي ملاتړ ، د نړۍ له بیلابیلو شرکتونو سره د ۱۷۱ ملیون ډالرو په ارزښت قراردادونه ګټلي د کرهنیزو محصولاتو (تازه میوه ، وچې میوې ، زعفران ، طبي بوټي ، جوس او شات) نندارې ته وړاندې کړي .
دیادونې وړ ده چې ډیری دغه تړونونه له هند ، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره لاسلیک شوي دي.
تیر کال هم ، افغان سوداګرو ۸۰ سلنه ګټه په ګلفود نړیوال نندارتون کې ترلاسه کړې وه.