د مقدس پریمنځونکو توکو د تولیدي فابریکې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

پنج شنبه: د غويی۳۰ مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د پل چرخي په صنعتي پارک کې د مقدس پریمنځونکو توکود تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه او د یاد شرکت د مسولینو سره یې د شرکت محصولاتو د ستونزو، ننګونو او شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
د دې لیدنې په بهیرکې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د افغانستان د کانواو صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاده،صنعت کارانواو د پل چرخي صنعتي پارک فابریکو مالکینو ملتیا کوله، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د پریمنخونکو توکو په تولید کې د دغه شرکت د تولیدي فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولسمشرۍ د عالي مقام او د دې وزارت د تعرفې د ملاتړ پروګرام په بنسټ په بیلابیلو برخو کې د هیواد د صنایعو تولیدات ځان بسیاينې لور ته نږدې شوي دي.
ښاغلي غوریاني د مقدس پریمنځونکو توکو د تولید فابریکې مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د ورته وارد شوي توکو پر تعرفه کې به زیاتوالی راشي ترڅو د هیواد تولیدي صنایعو لپاره د ځان بسیاینې زمینه برابره شي.
د مقدس د پریمینځونکو توکو د تولید فابرکه په ۱۳۹۲ لمریزکال کې خپل فعالیت پیل کړ چې اوس یاد شرکت په ورځ کې ۱۰۰ کارتنه بیلابیل لاس مینځونکې او لوښې وینځونکې مواد تولیدوی،چې د هیواد ۵۰ تنو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
یاد شرکت خپل د اړتیا وړ اومه توکې د بهر څخه ترلاسه کوې، او خپل محصولات د افغانستان بیلابیلوبازارونو ته د پلور په موخه لیږدوي.