د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودیجې کميسيون په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین ګډون

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۴۸
د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودیجې کميسيون په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین ګډون

پنجشنبه د غوايي دويمه 1400

دصنعت او سوداګرۍ چارومعین محمد سلیمان بن شاه ، د صنعتي پارکونو  رییس او د وزارت نورو رئیسانو د ملي اقتصاد په غونډه کې ګډون وکړ.

 په دې  ناسته کې ، د ملي سوداګرو ستونزو په اړه پوښتنې ، د اپټا تړون ، د هرات ولایت د اسلام قلعه په سوداګریز بندر کې د اور لګيدو له امله سوداګرو ته د زیانونو رسېدو (د دولتي پلاوي راپور پربنسټ د 310 موټرو او کانتینرونو توپیر) او د دولت لخوا د تاوان ورکړه ، د (TCRC) شرکت  لخوا د تیلو او مایع ګازو ازموینې څخه د دولت دعوايدو  کموالي په اړه د کمیسیون مشرتابه لخوا مطرح شول

  ښاغلي بن شاه  د کمیسیون لخوا مطرح  شوې هرې پوښتنې ته تفصیلی ځوابونه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې وزارت د خصوصي سکتور لپاره لازمي اسانتیاوې چمتو کړي دي.

 د غونډې په پای کې ، دياد کمیسیون رییس او غړو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین او د دې وزارت د رئیسانو لخوا دورکړل شويو توضیحاتو څخه مننه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې دوی د اپټا تړون ، نوی مسوده چمتو کوي او همدارازد هغه راپور یوه کاپي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا چمتو شوې چې پکې  د اسلام کلا په بندر کې د اور لګیدو او تورخم او سپین بولدک بندرونو کې د لاریو تګ راتګ په اړه ليکل شوې  ولسمشرۍ ماڼۍ ته استوي نو دې کميسيون ته به يې هم يوه کاپي واستوي.

 همدا راز پرېکړه وشوه چې د اسلام کلا په بندر کې د ملي سوداګرو د خسارې  او د  (TCRC) کمپنۍ په اړه به د کمیسیون په راتلونکو غونډو کې بحث وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS