د مالي پورنو د ورکړي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۵:۳
د مالي پورنو د ورکړي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل صنعت کارانو د ننګونو په هکله خبری اتري وشوی.

سه شنبه د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۵مه

د کابل صنعت کارانو دستونزوپه هکله خبرې اترې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرښاغلي نثاراحمد غوریاني،دافغانستان د اتاقونوفدراسیون عمومي رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضفر،دافغانستان د صنایعو او معادنو د خونې عمومي رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده ،دافغانستان اسلامي بانک رئیس ښاغلي سیدمسي کلیم الفلاحي،د دولتي اوخصوصي ادارو رئیسانواو صنعت کارانو په شتون کې د کابل ولایت دصنایعو او معادنو په دفتر کې ترسره شو.

په دي خبرو کې ښاغلي شیربازکمین زاده وویل،دهیواد په ځانګړي ډول د کابل صنعت کاران د زیاتو ستونزو سره مخ دي چې عمده يې په صنعتې ښارګوټو کې د ځمکې کمبود،امنیتي ننګونې،د صنعت کارانو اختطاف،د بریښنا د انرژۍ کموالی،مالیاتې جرایم او دهیواد د تولیداتو مشابه توکو داخلیدل دي.

ښاغلې کمین زاده زیاته کړه، په ورستیو کلونو کې د افغانستان د صنعت کارانو په هڅود پنځوسوسکتورونو څخه شل هغه يې په ځان بسیاینې ته رسیدلي دي او که ننګونې حل شي په نږدي راتلونکې کې به یو د صنعتي پراختیا د هیوادونو باندی تبدیل شو.

د غونډې په دوام ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر وویل،هغه ستونزي څخه چې یادونه وشوه د بریښنا د کموالي ستونزه د صنعت کارانو په شخصي پانګونې سره د حل وړ ده ،صنعت کاران کولاي شي په ګډه دګازي بریښنا په تولید پانګونه وکړي او د خپلو فابریکو ضروریات پوره کړي.

نوموړوي زیاته کړه د صنعت کارانو ستونزو او ننګونو ته د رسیدلو په موخه به د افغانستان د اطاقونو فدراسیون، دصنایعو او معادنو خونه او دا وزارت په منسجم ډول فعالیت وکړي ترڅو بو دبل په همکارۍ وکولای شو ستونزي به فرصت تبدیلي دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ لپاره کاروکړو.

په پای کې صنعت کارانو ته د مالي پور په موخه هوکړه لیک د د کابل صنایعو او معادنواطاق،او دافغانستان اسلامي بانک ترمڼځ لاسلیک شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS