د لمړیو توکو او نفتي موادو د سوداګرو دستونزو او ننګونو څیړنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۸:۵۵
د لمړیو توکو او نفتي موادو د سوداګرو دستونزو او ننګونو څیړنه

شنبه :د تلې ١٠مه ١٤٠٠

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا لوموړي مرستیال په مشرۍ،د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي ،د وزارت مرستیالانو،د کابل ښاروال اود خصوصي سکتور استازو په ګډون د لومړیو خوراکي توکو او نفتي موادو د سوداګرو سره د مشورې او نظر غوښتنې لمړۍ غونډه ترسره شوه.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی د ااا مشرتابه او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې جلسې موخو په بیانولو سره یې غونډه پیل کړه.

ورپسې ښاغلي حنفي د خپلو تفصیلې خبرو په ترڅ کې  وویل چې ددې غونډې اساسی موخه د ولس ستونزو ته رسیدنه،د لومړیو خوراکي او نفتي  توکو د کموالي اونرخونو د لوړوالي مخنیوی دی.

په دې غونډه کې دریس الوزرا مرستیال د خصوصي سکتور استازو ته ډاډ ورکړ چې د ااا د هغوي د ستونزو د حل لپاره ژمن دی،نوموړی زیاته کړه؛اوس د همکارۍ فصل زموږ ګډ مسولیت دی موږ سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې کوو.

همد راز  د کابل ښاروالۍ مشر له خصوصی سکتور او سوداګرو وغوښتل چې د لومړیو توکو د احتکار مخنیوي وکړی.

وروسته د خصوصي سکتور استازو خپلې ستونزې او ننګونې څرګندې،د نرخونو د کنترول،په لومړنیو خوراکی توکو او نفتي موادو د تعرفې او مالیاتو  کمښت لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.

په پای کې د ښاغلي حنفي په لارښونه پریکړه وشوه چې لمړې دې د خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې په لیکلې بڼه شریکې شي ،د صنعت او سوداګرۍوزارت دې هر سکتور سره په ځانګړی ډول کاری غونډی ترسره د هرې برخې لپاره هراړخیزې حل لارې  په نښه او او د لارښونې لپاره دې د اقتصاد عالی کمیسیون ته وړاندې کړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS