د قزاقستان د ستراتیژیکو څېړنو موسسې له رییس سره د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۸:۵۳
د قزاقستان د ستراتیژیکو څېړنو موسسې له رییس سره د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

دوشنبه16 شوال المکرم 1446 / 25 حمل 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي پرون دوشنبه د وري په ۲۵مه نېټه، د خپل کار په دفتر کې له ښاغلي "یرکین والیتخانویچ توکوموف" سره چې د قزاقستان هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ستراتیژیکو مطالعاتو موسسې ریاست په غاړه لري، ولیدل.

پدې کتنه کې د دواړو هېوادو پر صادراتي توکیو او ترانزیتي لارو ته د یو بل پر اړتیا ټینګار وشو او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د افغانستان پر اقتصادي ودې، اقتصادي پروګرامومونو، د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي او د قزاقستان دولت له خوا د افغانستان له ترانزیتي پروګرامونو څخه د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، کابل ته ښاغلي توکوموف سفر ته د هرکلي ویلو تر څنګ له افغانستان سره د قزاقستاني چارواکیو په تېره بیا د ددغه هېواد د صدراعظم مرستیال ښاغلي "سریک ژومانگارین" له همکارۍ او لورینې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS