د غزني ولایت د والي مرستیال سره لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۱:۱۶
د غزني ولایت د والي مرستیال سره لیدنه

سه شنبه مورخ ۲۱محرم ۱۴۴۵ / ۱۷زمری ۱۴۰۲

د غزني ولايت مرستیال وا‌لي مولوي  رحيم الله محمود نن دصنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال سره لیدنه وکړه.

والي مرستيال دغزني ولايت د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې او غوښتنې له ښاغلي جمال سره  شريکې کړې.

والي مرستيال دغزني ولايت د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره دصنعتي پارک د ځمکې د ويش او د سوداګرۍ خونې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي جمال وویل ،موږ  به د امير المؤمنين دفرمان سره سم دغزني ولايت صنعتکارانو او سوداګرو ته دځمکې ويش لړۍ پيل کړو ، ستونزو ته د رسېدو په موخه به يوه هیئت ته دنده وسپارو، ترڅو دصنعتکارانو او سوداګرو ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS