د صنعت کارانو انجمن سره صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال لیدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۵۴
د صنعت کارانو انجمن سره  صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال لیدنه

سه‌شنبه دوری ۱۰ مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه د صنعت کارانو انجمن د رهبرۍ غړو سره د عبدالمجید زابلي د غونډو  په تالار کې ولیدل،د صنعت کارانو او د کابل ولایت په  صنعتی پارکونو کې د فابریکو لرونکو سره یې د هغوي پر ستونزو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د کابل ولایت په صنعتي ښارګوټو کې د صنعت کارانو ستونزې د صنعت کارانو د انجمن د رهبرۍ غړو لخوا دصنعت کارانو لپاره د ځمکې نشتوالي ،د چاپریال ستونزې،دبریښنا کموالي،د تخنیکې کارکونکو نشتوالې ،اداري فساد او نورو برخو کې یاد معینیت سره شریکې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شا وویل د صنعت کارانو د ستونزو د حل لپاره دې وزارت کې کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به یې عمد ستونزې حل شي.

ښاغلي بن شاه زیاته کړه روڼوالی ددې وزارت د رهبرۍ د لومړیتوبونو څخه دی،ددې وزارت اړوند ټولې کړنې او معلومات د خصوصي سکتور استازو سره شریک کیږي.

نوموړی زیاته کړه د تعرفې په کمیټه کې د روڼتیا په هکله د صنعت کارانو د ضرورت وړ اومه توکو او ماشین الاتو په هکله د ګمرکي تعرفي دمعافیت د غوښتنې چارود چټکتیا لپاره د یادې کمیټې غونډې زیاتوالی پیدا کوي.

تخنیکي کارکونکو د کمبود په هکله ښاغلي بن شاه وویل دا وزارت په پام کې لری چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ  د فابریکو تخنیکي کارکونکو ته د تخنیکي او مسلکي  زده کړې پروګرامونه جوړ کړي .

 د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د صنعت کارانو د ستونزو حل د وزارت د رهبرۍ لومړیتوبونه دي، په دې برخه کې وزارت بشپړ پروګرامونه ترتیب کړي چې د خصوصي سکتور د نظریاتو په اخیستلوسره به په نږدې راتلونکي کې پلی شی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS