د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

سه شنبه۵ ذوالقعدةالحرام ۱۴۴۵ / ۲۵ غویی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پرانستل شوی او تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي په سلګونه قلمه داخلي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلي جمال او د معدن صنایع خونې معاون ظریف ګل ځدران، د صنایعو اتحادې رئیس عبدالجبار صافی سره یو ځای په یاده لیدنه کې دتعمیراتي رنګونو فیضي ګروف ، شرکت امارتي سیلو مرکز، صنایع غزایی امینی ، ګلرنګ شوینده شرکت ، ادویه ګیاهي، پاپوش سکتور، دلاسي صنایعو، قالینو او یو شمیر نورو شرکتونو له مسؤلینو سره د تولیداتو په اړه خبرې وکړې.

دشرکتونو مسؤلینو دکیفیت، کمیت او قیمتونو په اړه ډاډ ورکړ، خپلې غوښتنې او د صنعت په برخه کې د لا ښه پرمختګ په اړه یې دوه اړخیزه مشورې شریکې کړې او همداراز د شرکتونو مسؤلینو زیاته کړه چې د امارت له راتګ سره يې د صنعت او تولیداتو په برخه کې بې ساری پرمختګ کړی او په ډیرو برخو کې خود کفا او یا هم پر ځان بسیاینې ته نږدې شوي یو.

ښاغلي جمال دخپلو تولیداتو ستاینه وکړه او صنعتکارانو ته یې د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تل هڅه کوؤ دخپل ولس ، صنعتکارانو او تجارانو سره په شریکه کار وکړو ترڅو مو افغانستان په یو صادراتي هیواد بدل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده ځینو آمرینو ته موټرسایکلونه ور تسلیم کړای شول

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي یا سنبلې په ۲۱مه نېټه تر غرمې مخکې، د هېواد په اتو ولایتونو کې دندې ته پر وخت د رسیدو او په صنعتي پارکونو کې د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۳
Background image

د صنعت او سوداګرۍ او کرهنې او اوبو لګولو وزارتونو معینانو د کابل په پلچرخي سیمه کې له صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودا ګرۍ وزارت معين محترم مولوي احمد الله "زاهد"  او همدارنګه د اوبو لګولو او کرهڼي وزارت معين محترم مولوي صدر اعظم د کابل ولایت د څرخي پله په سیمه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له چارواکو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن شنبه د سنبلې( وږي) په اوومه نېټه، د خپل کار په دفتر کې د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له. . .

BACK TO NEWS