د صنعت او سوداګرۍ وزارت له صنعتي نندارتون څخه د ۳۰ زرو خلکو لیدنه

شنبه ۷ بار وړونکی ۱۴۰۰
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د۱۴۰۰ لمریز کال او نوروز جشن په مناسبت د کابل په چهلستون باغ کې درې ورځنی صنعتي نندارتون په لاره اچولی وه چې د څه د پاسه ،دیرش زرو کابل ښاریانو ورڅخه لیدنه وکړه.
په دې نندارتون کې د ۶۰ شرکتونو لخوا ، د غاليو، کرنیزومحصولاتو ، لاسي صنایعو ، زعفرانو ، ودانیزو توکو ، روغتیايي توکو، وچې میوې ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبر، کلتوری او هنري اثارپه 100 غرفوکې نندارې وړاندې کړل چې د کابل ښاریانولخوايې تود هرکلی وشو .
په دغه نندارتون کې د 60 شرکتونو څخه ۵۱ هغه يې د صنعت کارو او سوداګرواو پاتې نور یې د نارینه وو لخوا رهبري کیدل.
برخه اخیستونکو شرکتونو د ورځې په اوږدو کې د ۴۰۰ زره افغانیو په شاوخوا کې خپل محصولات وپلورل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په روان لمریزکال کې د هیواد د تولیداتو معرفي کولو او بازارموندنې په موخه په هیواد کې دننه او بهر بیلابیل نندارتونونه ترسره کوي.