د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده ځینو آمرینو ته موټرسایکلونه ور تسلیم کړای شول

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۲۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده ځینو آمرینو ته موټرسایکلونه ور تسلیم کړای شول

چهارشنبه ۸ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۱ وږی ۱۴۰۳

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي یا سنبلې په ۲۱مه نېټه تر غرمې مخکې، د هېواد په اتو ولایتونو کې دندې ته پر وخت د رسیدو او په صنعتي پارکونو کې د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه، د صنعت او سوداګرۍ اړونده آمرینو ته اته عرادې موټر سایکلونه ورکړل شول.

د پامیر سکلیت د شرکتونو ګروپ د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده کارکونکو ته د آسانتیا برابرولو په موخه یو شمېر سوپر پامیر موټرسایکلونه دغه وزارت ته سپارلي وو چې له هغې څخه اته عرادې د اړتیا له مخې نن د خوست، لوگر، میدان وردګو، کندوز، تخار، جوزجان، پکتیا او هلمند ولایتونو د صنعت او سوداګرۍ ریاست اړوند آمرینو ته تسلیم کړای شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد دخصوصي سکتور او په تېره بیا پامیر سکلیت شرکت له همکارۍ مننه وکړه او د هېواد د صنعتي پارکونو د فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره یې د پامیر سکلیت شرکت دغه اقدام ګټور او اغېزمن وګڼلو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS