د صنعت او سوداګرۍ او اطلاعاو او کلتور وزارتونو ترمنځ د واحد چتر لانې د جوازونو د صادرولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۴:۲
د صنعت او سوداګرۍ او اطلاعاو او کلتور وزارتونو ترمنځ د واحد چتر لانې د جوازونو د صادرولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۲مه

د واحد چتر لاندې د جواز د صادرولو هوکړه لیک د صنعت او سوداګرۍ او اطلاعا او فرهنګ وزارتونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نثاراحمد غوریاني او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي محمد طاهر زهیرترمنځ د واحد چترلاندې دجوازونو د صادرولو او دهغه د صادرولو د پړاونو د چټکتیا په موخه لاسلیک شو .

ددې هوکړه لیک پربنسټ هغه جوازونه چې د اطلاعاتو اوکلتور وزارت په خپله کاري برخه کې صادرول له دې ورسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ثبت مرکزي او فکري مالیکیتونو د عمومي ریاست له لوري د هغوي د یو استازي په شتون کې ویشل کیږي.

دوه ورځي وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحد چتر لاندې د جوازونو د صادرولو د اطلاتو د مدیریت سیسټم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نثاراحمد غوریاني لخوا دخصوصي او دولتي استازو په ګډون پرانیست.

د واحد چتر لاندې د جوازونو د صادرولو د اطلاعاتو مدیریت سیسټم د دري مرحلو، ساده کولو،سیستم جوړولو او یو کولو، لرونکې دی چې تر اوسه۲۰ د کسب او کار توزیع کونکې وزارتونه او مستقلې ادارې دې سیسټم سره نښلول شوي دي دا سیسټم د افغانستان اسلامي جمهوریت د ۱۳۹۶-۶-۱۰ نیټې د (۲۹۴۳) ګڼه حکم پراساس رامنځته شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS