د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کمېټه پرانستل شوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۶:۳۶
د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کمېټه پرانستل شوه

سه شنبه مورخ ۲۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۱۴ لیندی ۱۴۰۲

 د راستنیدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کمېټه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د دې وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال او د دې کمیټې دغړو په شتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مقر کې پرانیستل شوه.

په همدې مناسبت جوړه شوي غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل، د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره لاندې اسانتیاوې او امتیازات، په پام کې نیول شوي دي: د پنځو کلونو لپاره د مالیې معافیت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش، د استوګنې د نمرو وېش، د ځانګړي دفتر جوړول، په بندرونو کې دفترونه، بهرنیو کارمندانو انجینرانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکول، په هغو صنعتي پارکونو کې فعالیت ته زمینه برابرول چې بریښنا، ګاز او اسیدو ځای ولري.

همدارنګه د دوه عدده موټرو لپاره د ګمرکي معافیت ورکول، د ماشینونو په سکتور کې د صنعتکارانو لپاره د ګمرکي معافیت ورکول، د ویب پاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د دې کمیټې لپاره دفعالیتونو خپرول، د بانکي خدماتو او د اسانتیاوو رامنځته کول، د سهامی  شرکت جوړول، په آسانه شرایطو سره د کانونو ورکول، د صنعتي پارکونو جوړول، د استوګنې سیمو ته نږدې د بازارونو او سوداګریزو مرکزونو جوړول، د وړتیاوو لوړولو لپاره د ورکشاپونو اوغونډو جوړول، د ماشينري اسانتياوې او د وړو فابريکو لپاره په زونونو کې د مرکزونو جوړول د دې کمېټې له خوا په پام کې نيول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د عالیقدر امیراالمؤمنین حفظه‌الله  د فرمان له مخې د راستنیدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون د ا.ا.ا د ریاست الوزراء  د اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې رامنځته شوی او په چوکاټ کې یې ۱۲ کمیټې په پام کې نیول شوي چې یوه یې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د کرنې، ابولو لګولو او مالدارۍ، د مهاجرینو او بیا راستنیدونکو چارو، د کورنیو چارو او ماليې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست او مرکزي بانک د استازو په غړیتوب رامنځته شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS