د خښتو د بټیو دتنظیم او دکړنلارې د نهایې کولو غونډه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۶:۵۱
د خښتو د بټیو دتنظیم او دکړنلارې د نهایې کولو غونډه

دوشنبه مورخ 12ربیع الثانی 1444 / 16 لړم ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال په مشري  د خښتو د بټیو تنظیم او د کړنلاره نهایې کولو په هکله غونډه ترسره شوه.

په دی غونډه کي چې د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالې، د چاپیریال ساتنې اداری او د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې استازو شتون درلود،  د خښتو د بټیو تنظیم او د کړنلاره په هکله خبری اتری وشوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د غونډي ګډونوالو د هڅو څخه په منني سره، وویل چي تاسي لوی مسوولیت پرغاړه لری او باید په ټول توان سره خپل نظریات په تخنیکي ډول غونډې ته وړاندی کړۍ

په پای کې د نظریاتو په وړاندی کولو، راټولولو او شاملولو سره د دغې کړنلار مسوده نهايې شوه.

د یادونې وړ ده  چي د خښتو د بټیو تنظیم او د کړنلارمسوده په ۴  فصلونو او ۲۱ مادو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا، د یادو اداراتو په مرسته ترتیب شوې ده .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۲۹
Background image

د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداګرو سره وکتل

BACK TO NEWS