د خصوصي پانګوونې قانون د مسودې، بیاکتنې په اړه غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۲۰:۱۹
د خصوصي پانګوونې قانون د مسودې، بیاکتنې په اړه غونډه ترسره شوه
چهارشنبه: دلیندۍ 26 مه1399
دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ په مشرۍ، دخصوصي سکتور داستاز او داړونده دولتي ادارو په ګډون، د خصوصي پانګوونې قانون د مسودې، بیاکتنې په اړه غونډه دیاد وزارت دکنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په یاده غونډه کې وویل، پکار ده چې د خصوصي پانګوونې په قانون جوړولو کې دخصوصي سکتور او اړونده دولتي ادارو نظرونه شامل او داسې یو قانون رامنځته شي چې په راتلونکي کې دخصوصي پانګوالو لپاره ستونزې او ننګونې رامنځته نه کړي.
ښاغلي غوریاني په ډاګه کړه چې دیاد قانون په بشپړیدو سره به بهرنیو او کورنیو خصوصي پانګوالو ته ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي او دپانګونې په راجلبولو سره به داقتصادي ودې زمینه هم برابره شي.
په یاده غونډه کې دخصوصي سکتور او اړونده دولتي ادارو استازو د یاد قانون دبشپړېدو په موخه خپل نظرونه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دپانګونې دپراختیا له ریاست سره شریک کړل ترڅو ددغه قانون له بشپړېدو سره مرسته وکړي.
دیادولو وړ ده چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي پانګوونې قانون دمسودې پر تعدیل سربېره دخصوصي بهرنۍ او کورنۍ پانګونې دراجلبولو، دصنعت او سوداګرۍ دملاتړ په موخه یو شمېر نوې تګلارې تر لاس لاندې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS