د خصوصي سکتور د پراختیا کمیټې(پرایسک)دوهمې کاري ډلې لسمه ناسته تر سره کړه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۷ - ۱۰:۵۳
کمیټې(پرایسک)

د خصوصي سکتور د پراختیا کمیټې خپله لسمه ناسته چهارشنبې د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۶ امه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي تر مشرۍ لاندې د اقتصاد وزارت، انګلستان سفارت او خصوصي سکتور د استازو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یو شمیر رییسانو په ګډون د دې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه.
پدې غونډه کې د ۵/۵۰ طرحې په راټولونې او وروستي کولو، اصلاحات پیژندنې او همدارنګه د دې کاري ډلې د دوهمې مرحلې په فعالیتونو او پلان بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د دې کاري ډلې په فعالیتونو د چټکوالي ټینګار وکړ چې باید د دې کاري ګروف فعالیتونه چټک وي.
د خصوصي سکتور د پراختیا کمیټې دوهمه کاري ډله د صنعت او سوداګرۍ، کرهڼې، مالیې، اقتصاد،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې، د افغانستان د بین المللي سوداګرۍ خونې، د ښځو سوداګریز فدراسیون او د افغانستان د ملي تجارانو ټولنې تر ګډې رهبرۍ لاندې فعالیت کوي، چې اصلي او اساسي هیله یې د هیواد په صادراتو کې پراختیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS