د خصوصي سکتور د پراختیا د اجرایوي کمیټې (پرایسک) د کاري ډلې دوهمه ناسته.

یک شنبه دلیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۹
د خصوصي سکتور د پراختیا د اجرایوي کمیټې (پرایسیک) څلورمې کاري ډلې دویمه ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ریاست،د پرایسیک دسکریټریټ کمیټې استازو، د اقتصاد وزارت، او افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د استازو په ګډون د یاد وزارت د غونډوپه تالار کې ترسره شوو.
پدې ناسته کې، د صنعت د پراختیااودسوداګریزو اسانتیاو په برخه کې د خصوصي سکتور د اصلاحاتو د پلي کولو په پلان بحث او د نظر تبادله وشوه.
د خصوصي سکتور د پراختیا اجرائیه کمیټه (پرایسیک) د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ فعالیت کوي او پنځه کاري ډلې لري.
د دې کمیټې څلورمه کاري ډله د سوداګریزو اسانتیاوو او صنعت د پراختیا کاري ډله ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا رهبري کیږي.