د حکومت او خصوصي سکتور ګډ پلاوی قازقستان ته روان شو

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۶:۳۴
د حکومت او خصوصي سکتور ګډ پلاوی قازقستان ته روان شو

سه شنبه مورخ ۱۴محرم ۱۴۴۵ / ۱۰زمری ۱۴۰۲

د سوداګري د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشري د حکومت او خصوصي سکتور ګډ پلاوی قازقستان ته روان شو.

ددې سفر موخه د قزاق- افغان سوداګریز نندارتون پرانیسته، د دواړو هیوادنو د خصوصي سیکتور د استازو لیدنې او د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، صنعت او د پانګونې د جذبولو په اړه رسمي خبرې اترې دي.

ټاکل شوې په قزاق- افغان نندارتون او نورو پروګرامونو کې د هیواد له داخل او بهر څخه ۳۵۰ افغاني شرکتونه ګډون وکړي او د دریو ورځو لپاره خپل صنعتي، کرنیز او معدني توکې نندارې ته وړاندې کړي.

په دې برسېره په پام کې ده د دواړو هیوادونو د خصوصي سیکتورونو تر منځ په ۱۶ سیکتورونو کې د تړونونو د لاسلیک مراسم په پایتخت آستانه کې د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS