د حبیب گلزارله تولیدي شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۸:۳۶
د حبیب گلزارله تولیدي شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه
یکشنبه : دلیندۍ ۲۳ مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ پلاوي دحبیب ګلزار له تولیدي شرکت څخه دلیدنې ترڅنګ دیاد شرکت دتولیدي کچې او ستونزو په اړه یې دیاد شرکت له مسولینو سره خبرې وکړې.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې په هېواد کې له بېلابیلو شرکتونو څخه یې دلیدلو موخه دا ده، تر څو دیادو شرکتونو دتولید څرنګوالی، ستونزې او ننګونې په ګډه سره حل کړي.
ښاغلي غوریاني څرګنده کړه چې اوسمهال په وزارت کې یو شمېر کاري ډلې ګومارل شوي، تر څو وکولای شي دخصوصي سکتور لپاره داسانتیاو درامنځته کولو په موخه یو شمېر سوداګریزې او صنعتي تګلارې رامنځته کړي.
دیادونې وړ ده چې دحبیب ګلزار تولیدي شرکتونه د ۸۵ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې سره غیر الکولي څښن توکي، انرژۍ ، دمیوو جوس، معدني اوبه او د وچو شیدوبسته بندي و کړي او یاد تولیدات په ټول افغانستان کې پلورل کیږي.
یاد شرکت په هېواد کې څه باندې ۵۰۰ تنو ته دکار زمینه برابره کړې ده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS