د بیلاروس سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۲۰
د بیلاروس سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

شنبه: د غبرګولي  ۸ مه۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د بیلاروس جمهوریت غیر مقیم  سفیر ښاغلي اولیګ ایوانف سره په خپل کارې دفتر کې وکتل ،د صنعتي - سوداګریزو همکاریو د پراختیا په هکله يې خبرې وکړي.

په دې ناسته کې، د دواړو هیواد تر منځ د ګډې کاري ډلې  په رامینځته کولو ، بیلاروس ته د افغانستان د کرهڼیزو محصولاتو دصادراتو زیاتوالي، افغان صنعتکارانو سره د هغه هیواد د صنایعو د برخې همکاری اوپه افغانستان کې د پانګونې په هکله  د بیلاروس پانګوالو هڅونې په اړه هم خبرې ترسره شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني کابل ته د ښاغلي ایوانوف د راتګ  هرکلي ترڅنګ وویل. افغانستان هڅه کوې د سیمې او نړۍ سره خپلې سوداګریزې چارې پراخه کړي، چې له هغې جملې څخه  ورور هیواد بیلاروس زموږ یو ښه سوداګریز شریک دی .

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دغه وزارت د بیلاروس د صنایعو برخې لخوا د افغانستان  د تولیدي صنایعو په وده کې دګډې همکارۍ غوښتونکې دی .

 د غونډې په بهیر کې ښاغلي اولیګ ایوانف وویل چې  هیواد يې بیلاروس ته د افغانستان د کرهنیزو محصولاتو صادراتو د زیاتیدو غوښتونکي دی، ژمنه یې وکړه چې افغانستان سره به د صنعت په پراختیا کې همکاري وکړي.

 د غونډې په پای کې ، دواړو لورو د افغانستان - بیلاروس صنعتي - سوداګریزو اړیکوراتلونکی مثبت وباله ،د اقتصادي - سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې يې یو بل  سره دهمکارۍ د ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS