د اکسپو ۲۰۲۰ دبی خبرپاڼه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۱:۱۰
د اکسپو ۲۰۲۰ دبی خبرپاڼه

دا خبر پاڼه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د خصوصی سکتور او دولتی نهادونو په اکسپو ۲۰۲۰ دبی کی د ګډون په موخه چی په متحده عربی اماراتو کی جوړیږی خپریږی، په پلان کی وه چی اکسپو ۲۰۲۰ به د ۲۰۲۰ په اکتوبر کی پیل کیږی خو د کرونا وایروس د خپریدو له کبله د یو کال لپاره و ځنډول شوه.ایکسپو ۲۰۲۰ دبی به اوس د ۲۰۲۱ د اکتوبر له لمړی نیټی بیا د ۲۰۲۲ د مارچ تر ۳۱ پوری د شپږو میاشتو لپاره د نړیوالو کوربه وی .

د ۱۹۲ څخه به زیات هیوادونه ، نړیوال او منطقوی نهادونه به په یاد اکسپو کی ګډون ولری ، یاد اکسپو په ۴۳۸ هکتاره ځمکه کی تنظیم شوی دی چی د ورځی به ۱۵ ساعته او د اونی اوه ورځی د شپږو میاشتو لپاره پرانستلی وی.

د افغانستان اسلامی جمهوریت هم په یاد اکسپو کی ګډون کوی  او د اکسپو 2020 په  فرصت ساحه کی به د یو دری پوړیز پاویلیون د اداره کولو چاری په غاړه ولری.

د افغانستان د صنعت اوسوداګری وزارت د یاد اکسپو لپاره د فعالیتونو او اړوندو موضوعاتو لپاره په پلان جوړونه بوخت دی ، نو په همدی اساس  د یاد وزارت د نندارتونونو ریاست  د افغانسان خصوصی سکتور او دولتی نهادونو ته بلنه ورکوی  تر څو د اکسپو ۲۰۲۰ دبی څخه خبر وی او هغه کسان چی لیوالتیا لری کولای شی چی په یاد نندارتون کی د ګډون او معلوماتود تر لاسه کولو لپاره د نندارتونونو ریاست ته تشریف راوړی .

د اړیکو ټینګولو شمیری او ایمیل آدرس:

واتسپ نمبر :۰۰۹۳۷۶۶۶۶۰۵۲۲

واتسپ نمبر : ۰۰۰۹۳۷۴۷۶۲۶۵۷۷

ایمیل آدرس: expo2020.afghanistan@gmail.com

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS