د امیرالمومنین (حفظه الله) د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تعقیب ناسته

دوشنبه 2 ذوالقعدة الحرام 1444 / 1 غبرګولۍ ۱۴۰۲
د امیرالمومنین حفظه الله د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تعقیب کمیسیون ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د دې کمیسیون مشر ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اداري او مالي عمومي ریاست رئیس، الحاج محمد هاشم عمری، د صنعتی پارکونو او صنایعو چارو عمومي ریاست رئیس، سیدمحمد نعیم محمدی، د مرکزي ثبت او فکری مالکیتونو عمومي ریاست رئیس، مولوي محمد حلیم مستعین، د نړیوالې سوداګرۍ عمومي ریاست رئیس، قاری محمد زبیر دین پرور، او د حقوقي چارو ریاست رئیس، محمد رفیع وردک په ګډون ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې چارواکو د امیرالمومنین حفظه الله د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تطبیق او عملي کیدو راپور وړاندې کړل او وویل چې ټول احکام او فرمانونو به په جدي توګه تعقیب او پلي کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ترسره شویو کارونو او د احکامو او فرمانونو د تعقیب او تطبیق څخه مننه وکړه او له ټولو مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د احکامو او فرمانونو د تعقیب او پلي کیدو په برخه کې دقت وکړي.