د افغانستان په صادراتو کې دېرش سلنه زیاتوالی

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۳۳
د افغانستان په صادراتو کې دېرش سلنه زیاتوالی

 چهارشنبه : زمری ۱۳مه ۱۴۰۰

 د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په صادراتو کې دېرش سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني چې د افغانستان د ممیزو ، میوو ، سبزیجاتو او نباتاتو د صادراتو پراختیا ادارې د مشرتابه بورډ کلنۍ غونډه کې يې برخه اخیستې وه وویل چې د۱۴۰۰ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نړۍ اوسیمې بیلابیلو هیوادونو ته دافغانستان صادراتو کې  ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلي دی .

 ښاغلي غورياني زیاته کړه چې دی وزارت د مالیې وزارت په همکارۍ  د ننګرهار ، کندهار او هرات ولایتونو په ګمرکونو کې صادراتي اسنادو پروسې د بهیر واحد مرکزونه پرانیستي او په نږدې راتلونکي کې به په دوه نور ولایتونو کې هم ورته مرکزونه پرانیزي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ممیز ، میوو ، سبزیجاتو او درملو بوټو د صادراتو د پراختیا اداري ته  د نړیوال معیارورنو  اعتبارلیک ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله ، زیاته يې کړه چې سږکال د افغانستان ډیری صادرات وچې میوې او زعفران جوړوی،او هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږکال دسیمې او نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي ترڅو د افغانستان د صادراتو د زیاتولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدا رازد ولسمشرۍ ماڼۍ د لارښونو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د مقام ټینګار پربنسټ  ددې وزارت سوداګریزو استازو  د کورنیو تولیداتو بازار موندنې او د سیمې او نړۍ هیوادونو سره سوداګرۍ ښه کولو لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي.

له بلې خوا په پام کې ده چې په راتلونکو اونیو کې ، د دوبۍ اکسپو 2020 نړیوال نندارتو د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار  کې د شپږو میاشتو لپاره ترسره شي،چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه  د افغانستان د تولیدي او صادراتي شرکتونو لپاره اړینې  اسانتیاوی رامنځته کړی دی.

 په دې غونډه دافغانستان د ممیزو ، میوو ، سبزیجاتو او نباتاتو د صادراتو پراختیا  ادارۍ مشر سید عظیم مصطفی هاشمي وویل چې د دوی اداره  اوس د افغانستان صادراتي محصولاتو په ځانګړي ډول وچو میوو ، سبزیجاتو او درملو بوټو لپاره څو ډوله نړیوالو معیارونوسره سم اعتبار لیکونه  د نړیوال سازمان په تائید سره ترلاسه کړی دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS