د افغانستان د صادراتو ملي ستراتیژۍ د کرنیزو محصولاتو او زعفرانو کمیټې تخنیکي غونډه

شنبه: د غوايې۴مه ۱۴۰۰
د افغانستان د صادراتو ملي ستراتیژۍ د کرنیزو محصولاتو او زعفرانو د کمیټې ۱۴۰۰ لمریز کال لومړۍ تخنیکي غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ،د یادې کمیټې د دولتي او خصوصي سکتور غړو په ګډون، دعبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه .
په دې غونډه کې د یاد وزارت د صادراتو پراختیا ریاست سرپرست رئیس ښاغلي شبیر بشردوست د دې کمیټې د فعالیتونو ، د افغانستان کرنیزو محصولاتواو زعفرانودمحصولاتود پرمختګونو په اړه راپور وړاندې کولو پرمهال د کمیټې د فعالیتونو پلي کیدلو په هکله ګډونوالو ته معلومات ورکړل .
همدا راز دولتي ادارو او خصوصي سکتور هم د دې فعالیتونو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل او هغه ستونزې او ننګونې چې نړیوال مارکیټونو ته د کرنیزو محصولاتو صادراتو پروړاندې شتون لرې بیان کړل.
د غونډې په پای کې ، پریکړه وشوه چې د کرنې او صادراتو ودې په اړه دې د دولتي ادارې او خصوصي سکتورمهم فعالیتونه معلوم او مشخص شي ، دصادراتو بهیر د چټکتیا لپاره دې لازمې اسانتیاوې رامنځته ،د کرنزو محصولاتو په ځانګړې ډول د آنجې د صادرولو د سند لپاره دې میکانیزم رامنځته ،د زعفرانو د بسته بندۍ او بازارموندنې طرحه او دافغانستان د مڼو د قاچاق د مخینیوي لپاره دې میکانیزم برابر کړای شي.