د افغانستان د تولیدي صنایعو په نندارتون کې د ګډون کونکو صنعتي تولیدي او سوداګریزو شرکتونو ستاینه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۳۳
د افغانستان د تولیدي صنایعو په نندارتون کې د ګډون کونکو صنعتي تولیدي او سوداګریزو شرکتونو ستاینه

یک‌شنبه د غبرګولي ۲ يمه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د صنایعو خونې له هغو صنعتي توليدي  او سوداګریزو شرکتونو څخه ستاينه وکړه چې د افغانستان د تولیدي صنایعو په درې ورځني نندارتون کې يې برخه اخیستې وه.

 د يادې ستاينغونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ  وزيرښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون د اونۍ د پیل په مناسبت د صنعت ، پانګوونې او له  کورنیو تولید اتو څخه ملاتړ او د۶۰توکو معرفي کېدل چې پر ځان بسياينې ته رسيدلي او يا م ورته نږدې شوي په  سوه غرفو کې د دوه سوه صنعتي توليدي او سوداګریزو شرکتونو لخوانندارې ته وړاندې شوي وو.

 ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې د دریو ورځو په موده کې ، د هیواد شاوخوا لسو زرو  هېوادوالو او همدارنګه په کابل کې ميشت له سلو څخه زیاتو بهرنیو اتباعو د دغه نندارتون لیدنه وکړه اوتوکي يې و پیرل.

 ښاغلي غورياني له کورنیو تولیداتوڅخه په ملاتړ  ټینګاروکړ او زياته يې کړه،  چې د لومړي ځل لپاره ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دایمي نندارتون په ساحه کې په لوړه کچه داسې لوی نندارتون په لاره واچول شو ، چې دهېواد والولخوا يې تودهرکلی  وشو.

 دصنعت اوسوداګرۍ  وزیر زیاته کړه چې دغه وزارت به په روان لمریز کال  ډیری کورني او بهرني نندارتونونه په کور دننه او بهر کې د کرنيزو اوصنعتي توکود معرفي کولو او بازارموندنې په موخه په لاره واچوي.

 په دې مراسمو کې ، د افغانستان د صنایعو او کانونوخونو رییس شیرباز کمین زاده د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت دایمي نندارتون په ساحه کې د دغه نندارتون له ترسره کيدوڅخه ستاینه وکړه او ویې ویل چې د له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړد ټولو هیوادوالو دنده ده.

 ښاغلي کمين زاده همدارنګه زیاته کړه چې د ولسمشرماڼۍ او د سوداګرۍ  وزارت د نوي مشرتابه له جامع پلانونو سره کورني تولید وده کوي او په راتلونکي کې به د هیواد تولیدي صنعتونه په نورو سکتورونو کې هم په ځان بسیا شي.

 په دې مراسمو کې ، د صنعتي تولیداتو او سوداګریزو شرکتونو چارواکو سره ، د نندارتون مدیریت کارکوونکو او د وزارت يوشمير نورومسولينو برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS