د افغانستان د بریا او اقتصادي پرمختګ نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۳:۳۵
د افغانستان د بریا او اقتصادي پرمختګ نندارتون پرانیستل شو

پنجشنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۱ وږی ۱۴۰۳

"د افغانستان د بریا او اقتصادي پرمختګ" تر سرلیک لاندې ملي نندارتون نن پنجشنبه د سنبلې په لومړۍ نېټه د افغانستان د نندارتونونو په نړیوال مرکز کې د اسلامي امارت د صنعت او سودارګرۍ وزارت او خصوصي سکتور د استازو په حضور کې پرانیستل شو.

پدې نندارتون کې د هېواد د لوړ کیفیت درلودونکي تولیدات او محصولات چې په بېلابېلو سکتورونو پورې اړه لري، په ۳۱۰ غرفو کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په استازیتوب محترم مولوي دین پرور د سوداګرۍ چارو عمومي رییس، خپلو هېواد والو ته د ملي تولیداتو او محصولاتو د ور پېژندنې لپاره د دې ډول نندارتونونو جوړیدل،اړین وګڼل.

هغه زیاته کړه چې افغاني تولیدتو اوس په نړۍ کې خپل ځای پیدا کړی او د نړۍ سترو هېوادو ته افغاني محصولات صادرېږي. همدارنګه ښاغلي دین پرور له ټولو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل ترڅو په خپل هېواد کې پانګونه وکړيٍ.

تر هغه وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې لومړي مرستیال حترم محمدیونس مهمند،

پدې ټکي له ټېنګار سره چې د نندارتون په ټولو غرفو کې د افغانستان محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي وویل :د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ سره مو صادرات زیات شوي او واردات مو کم شوي دي.

وروسته بیا د افغانستان د زراعت او مالدارۍ د خونې رییس خان‌محمد فروتن وویل چې د خپلو تولیداتو او محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه د نندارتونو جوړول یو اصل دی. نوموړي افغانستان یو زراعتي ملک وګاڼه او له ټولو خلکو یې وغوښټل ترڅو له خپل داخلي تولیداتو ګټه پږرته کړي.

همدارنګه ښاغلي سخي احمد پیمان د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال، د یادې خونې په استازیتوب وویل چې: زمونږ مسوولیت با کیفیته تولیدات او د حکومت مسوولیت له کورنیو تولیداتو ملاتړ کول او د خلکو مسوولیت له دغه کورنیو تولیداتو ګټه اخیستل او استعمال دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS