د افغانستان او تاجکستان هیوادونو د وزیرانو ترمنځ لیدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۳۰
د افغانستان او تاجکستان هیوادونو د وزیرانو ترمنځ لیدنه

سه‌شنبه د وری ۱۰ مه ۱۴۰۰

د صنعت اوسوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني چې د افغانستان  اسلامي جمهوری دولت  له ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او مل پلاوي سره د آسیا زړه "استانبول پروسې" په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره د تاجکستان جمهوریت ته سفر کړی دی  د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد هیواد د سوداګریزۍ او اقتصادې ودې له وزیر ښآغلی شیر علی کبیر او د  نوې ټیکنالوژۍ له وزیر ښاغلي شیرعلي کبیر سره د دوشنبې په ښآر کې ولیدل .

د دې لیدنې په بهیر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي اړیکو په پراختیا، د سوداګریزو اړیکو اسانتیاو ، تاجکستان ته د افغاني محصولاتو صادراتو په وړاندې د خنډونو لرې کولو، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ  بیلابیلو سکتورنو کې  د پانګونې  د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په یوه برخه کې وویل چې افغان سوداګر د سوداګرۍ ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او موږ د خپل ملګري هیواد  تاجکستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې له  وزارت څخه ددې ستونزې حل غوښتونکي یو.

ښاغلي غوریاني  تاجکستان جمهوریت ته د افغاني محصولاتو دصادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دصنعت او سوداګرۍ  وزیر په تاجکستانې  پانګوالو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي یا د افغان پانګوالو سره ګډ کار پیل کړي.

د تاجیکستان جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او اقتصادي ودې او نوې ټیکنالوژۍ وزیرانو هم د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او صنعت په برخو کې د ګډې همکارۍ غوښتنې ترڅنګ ژمنه وکړه د افغان سوداګرو د ویزو ستونزه به حل کړی.

د غونډې په پای کې، دواړو لوریو پریکړه وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت  دصنعت او سوداګرۍ  وزارت تخنیکي ټیمونه او د تاجکستان جمهوريت د صنعت، سوداګرۍ، اقتصادي ودې او ټیکنالوژي وزارت به د دواړو هیوادونو ترمنځ د  اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د اقتصادي، سوداګرۍ ترانزیټ او صنعتي همکارۍ لپاره د دوه اړخیزه هوکړه لیکونو او تړونونو په مسودو کار پیل کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS