دصنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د صنعت کارانو دستونزو حل لومړیتوب لری

دوشنبه د سلواغې ۲۰مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثارا حمد غوریانې هرات ولایت ته دخپل سفر پر محال دهرات دصنایعو او کانونو د خونې له مسوولینو سره دلیدنې پر محال د هغوۍ د ستونزو په حل او دصنعت په برخه کې د شته فرصتونو پر پرا ختیا ټینګار وکړ،او ژمنه ېې وکړه چې د کورني صنعت پراختیا د صنعت او سوداګرې وزارت له لومړیتبونو څخه ده .
په دغې ناسته کې د هرات دکانونو او صنایعو خونې مسوولینو د صنعت په وړاندې بیلابیلې شته ستونزې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره شریکې کړې او زیاته ېې کړه چې د هرات ولایت کې د تولیداتو دپرا ختیا لپاره خورا لوړ ظرفیت شتون لري، دوۍ دصنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه۔
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هرات د صنایعو او کانونو خونې د رهبرۍ هئیت او سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته وویل: د صنعت کارانو د ستونزو حل د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کاري لومړیتوبو نو کې قرار لری او د صنعت په وړاندې به شته ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.