داپټا هوکړه لیک په متن کې دتعدیل راوستلو په اړه دجوړ شوي ورکشاپ پایته رسیدل

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۹:۳۳
داپټا هوکړه لیک په متن کې دتعدیل راوستلو په اړه دجوړ شوي ورکشاپ پایته رسیدل
دوشنبه دسلواغې ۶ مه ۱۳۹۹
داپټا هوکړه لیک په متن کې دتعدیل راوستلو، دنظر ورکولو او وړاندیزونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پایته ورسید .
دغه ورکشاپ چې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني په مشرۍ جوړ شوی وو، ددولتي او خصوصي سکتور یو شمېراستازو، اړونده ادارو او دحرکت موسسې پکې ګډون کړی وو.
دیاد ورکشاپ په پای کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني وویل چې افغانستان داپټا هوکړه لیک (دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او ترانزیټ هوکړه لیک )په متن کې دنړیوال سوداګریز سازمان له اصولو سره سم تعدیلات رامنځته کول غواړي.
ښاغلي غوریاني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې داپتیکا په اوومه او اتمه ناسته کې ګډون کوونکي پلاوي دخصوصي سکتور له حقونو څخه په کلکه ننګه کړې او دنړیوال سوداګریز سازمان له اصولو سره سم یې داپټا په هوکړه کې دتعدیل غوښتنه کړې ده او دتعدیل دا طرحه یې دپاکستان دسوداګرۍ وزارت ته وړاندې کړې ده.
دغه دوه ورځنی ورکشاپ چې په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې جوړ شوی وو، دخصوصي سکتور او دولتي نهادونو استازو دافغانستان او پاکستان تر منځ دترانزیټ او سوداګرۍ هوکړې (اپټا ) په متن کې دتعدیل راوستلو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS