دافغانستان دصادراتو دملي تګلارې دبورد دریمه غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۲۰:۱۵
دافغانستان دصادراتو دملي تګلارې دبورد دریمه غونډه ترسره شوه
چهار شنبه: دلیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۹
دافغانستان دصادراتو دملي تګلارې دبورد دریمه غونډه دیاد وزارت دکنفرانسونو په تلار کې دصنعت او وسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ، دخصوصي سکتوراو اړونده دولتي استازو په ګډون تر سره شوه.
ښاغلي غوریاني وویل، داچې اوس د افغانستان دصادراتو وړتوکو کې ډیروالی راغلی، نو ښایي چې په دې اړه تر ډیره د بازارموندنې په بخرخه کې ښه همغږي رامنځته شي او زیاته یې کړه دهېواد دمحصولاتي توکو دبازارموندنې نوې طرحه چمتو شوې او په پلي کېدو سره به یې دصادراتو په وړاندې پراته خنډونه له منځه لاړ شي.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني وویل چې دهېواد دصادراتو په برخه کې دغه وزارت دګاونډیو او سیمې هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ۴۴هوکړه لیکونو په یوه طرحه کار کوي چې له دې ډلې څخه یې ۲۲ هوکړه لیکونه بشپړ شوي دي.
دغونډې په پای کې دافغانستان دصادراتو دملي تګلارې دپلي کیدو او پرمختګ، دغالیو له سکتور څخه دملاتړاو یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم ددغه تګلارې بورد ته راپور وړاندې شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS