دافغانستان او پاکستان تر منځ دسوداګرۍ او ترانزيټ داسانتياوو د رامنځته کولو په اړه غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۵:۲۷
دافغانستان او پاکستان تر منځ دسوداګرۍ او ترانزيټ داسانتياوو د رامنځته کولو په اړه غونډه ترسره شوه

چهارشنبه دتلې 23مه 1399

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او دمرزي ترانزيټ په اړه د اسانتياوو درامنځته کولو غونډه د دولت دلوړ پوړو چارواکو ، خصوصي سکتور، دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست وزير ښاغلي نثاراحمد غورياني، دپاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داودزي په ګډون ترسره شوه، ديادونې وړ ده چې دغه غونډه د امريکا دمتحده ایالاتو دنړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته جوړه شوې وه.

په دغې غونډه کې دافغانستا او پاکستان تر منځ دسوداګرۍ او ترانزیټ په وړاندې دخنډونو دمعلومولو په اړه بحث ترسره شو.

متحده ايالات هڅه کوي چې دافغانستان او پاکستان تر منځ دسوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي ، هغه څه چې ددواړو هېوادونو په ګټه دي.

همداراز افغانستان او پاکستان هم غواړي چې په خپل منځ کې سوداګريزې او ترانزیټي ستونزې را کمې کړي ، بل پلو دواړو غاړو هوکړه کړې چې دروانې میاشتې په وروستيو کې په همدې اړه یو کنفرانس جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS