خبرتیا!

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۷:۴۱
خبرتیا!

شنبه د غويی 11مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت په پام کې لرې چې  د صنعت ملي اونۍ د لمانځ غوندې په پار د صنعت د ملي اونۍ په نوم  نندارتون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويی(ثور) د ۲۹ څخه تر ۳۱ نیټې پورۍ  د درې ورځو لپاره د هیواد د ټولو ولایاتو څخه د کوچنیو، منځنیو او لويو متثبثینو سلګونه صنعت کارانو، سوداګرو،ښځینه صنعت کارو او سوداګرو  په ګډون په  کابل ښار کې ترسره کړی.

 په دې نندارتون کې به د هیواد د صنعتي او تولیدي شرکتونو محصولات ، لاسي صنایع ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرۍ، کرنیز محصولات او دهیواد نور تولیدي توکې نندارې ته وړاندې کړی.

دا نندارتون په بیلابیلو سکتورونو کې د هیواد محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه په کابل ښار  کې جوړیږی چې په کې به د هیواد د ټولو ولایاتو څځه  بیلابیل شرکتونه خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

 له همدې امله ، دهیواد ټول هغه  صنعتي اوتولیدي شرکتونه چې په بیلابیلو سکتورونو کې فعال دي خبر ورکول کیږي چې د صنعت اونیزې ملي نندارتون کې د غرفو د ترلاسه کولو لپاره د ۱۴۰۰ لمریز کال د ثور(غویی ) د ۷ څخه تر ۲۲ نیټې پورې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته مراجعه وکړي.

پته: حضوریچمن ، کابل ننداری، د نندارتونو د ترسره کولو ریاست  د اړیکې شمیره: 0784971192 – 0772385588

 بریښنالیک آدرس EXDevelop.DIR@moic.gov.a :

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS