ترکيې هیواد له سفیر سره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۹
ترکيې هیواد له سفیر سره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

یکشنبه نیټه: ۱۶ رجب المرجب ۱۴۴۵/ ۸ سلواغه ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په افغانستان کې  د ترکیې جمهوریت له سفیر ښاغلي جینک اونال سره وکتل.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو د جوړولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو، په ترکیه کې د افغاني لپاره  غالیو د صادراتو دایمې مرکز د جوړولو او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د غالیو د صادرولو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه ښاغلي عزیزي په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې د زمینې مساعد والي یادونه وکړه اود ترکیې جمهوریت پانګوال يې افغانستان کې پانګونې ته راوبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۲۹
Background image

د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداګرو سره وکتل

BACK TO NEWS