تجارتي آتشو د همغږي د ریاست راپور واورېدل شو

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۵:۴۲
تجارتي آتشو د همغږي د ریاست راپور واورېدل شو

چهارشنبه: دجوزا/غبرګول ۱۸مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال وزیر مولوي قدرت الله جمال په خپل دفتر کې د تجارتي آتشو د همغږي ریاست کاري راپور  واورېده. په یاده استماعي ناسته کې د یاد وزارت د پالیسي او خدماتو عمومي رئيس ښاغلي عبدالقهار محمودي او د سوداګري د نړیوال سازمان د طرحو د تطبیق رئيس ښاغلي عبدالوکیل مسلم هم شتون درلود.

د آتشو  د همغږي ریاست رئيس د یاد ریاست د فعالیتونو, موخو او راتلونکو برنامو په  اړه مفصل مالومات وړاندې کړل. همداراز نوموړي د هیواد په صادراتو کې د آتشو په ونډه وغږېده او له نورو ریاستونو سره يې د آتشو د همغږي ریاست ګډ کار مهم وګاڼه.

مرستیال وزیر ښاغلي جمال د یاد ریاست له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ. هېره دې نه وي چې د آتشو د همغږي ریاست په خپل تشکیل کې ۲۶ آتشې لري چې په بېلابېلو هیوادونو کې فعالیت کوي. همدا راز د اړتیا له مخې یو شمېر هیوادونو کې اجرائيوي مدیران هم شتون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS