۲۷ صنعتی تولیدي شرکتونو ته دځمکې د ویش دقرارداد لاسلیک

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۰:۱
۲۷ صنعتی تولیدي شرکتونو ته دځمکې د ویش دقرارداد لاسلیک
یکشنبه : دسلواغې ۵مه ۱۳۹۹
پر۲۷ صنعتي تولیدي شرکتونو دځمې دپلورلو قراد داد دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعتي پارکونو دعمومي ریاست او اړونده قرار دادي شکتونو ترمنځ ددغه وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په حضور کې لاسلیک شو.
په دغه مراسمو کې ښاغلي غوریاني ټینګار وکړ چې په صنعتي پارکونو کې، پانګوونې ته دپانګوالو هڅونه او هغوی ته اړونده اسانتیاوې برابرول یې په کاري لومړیتوبونو کې دي.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز دهېواد په صنعتي پارکونو کې دپانګوالو له پانګونې څخه دمننې ترڅنګ زیاته کړه چې دغه پانګونې کولای شي چې افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي.
دیادونې وړ ده چې له ۲۷ شرکتونو څخه چې قراردادونه یې دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا ترلاسه کړل، ۲۶ شرکتونه یې دخوست ولایت په سماوات صنعتی پارک او شرکت یې دکابل په باریک آب زراعتي صنعتي پارک کې ځمکې ترلاسه کړلې.
یادو شرکتونو په ۵۴ جریبه صنعتي ځمکو کې ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه کړې او په دې سره سلکونو تنو هېواد والو ته دکار زمینه برابره شوې ده.
ددغو شرکتونو غوښتنلیکونه د صنعتي پارکونو په ریاست کې دځمکې دویش په تخصصي کمیټه کې له ارزونې وروسته دمنظورۍ په موخه عالي اقتصادي شورا ته استول کیږي.
داقتصادي عالي شورا له منظورۍ وروسته دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعتي پارکونو دریاست او په صنعتي پارکونو کې دځمکې له غوښتونکو سره ددغه وزارت اړوند صنعتي پارکونو په ریاست کې لاسلیک کیږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS