کندهارولایت ته دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۲:۳۹
کندهارولایت ته دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

چهار شنبه: د غویی ۱مه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثاراحمد غوریاني دیوه پلاوي په مشرۍ دولسي جرګې له یوشمېرغړو او خصوصي سکتور له استازو سره ، دصنعت سوداګرۍ دڅرنګوالي او دپانګونې دډیروالي په موخه کندهار ولایت ته سفروکړ.

ددغه سفر په ترڅ کې ښاغلي غوریاني دکندهار ولایت له والي روح الله خانزاده سره وکتل ، په دغه کتنه کې ښاغلي غوریاني وویل چې کندهار ولایت دپانګونې لپاره دهېواد له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کیږي او ټینګار یې وکړچې دغه وزارت به دصنعت او سوداګرۍ دودې په موخه اړونده اسانتیاوې برابرې کړي

ښاغلي غوریاني همدا راز وویل چې په کندهار ولایت کې به دسوداګرو او صنعت کارانودستونزو دحل او په دغه ولایت کې دپانګونې دډیروالي په موخه به په ټولو صنعتي ښارګوټو کې اړونده اسانتیاوې ددوی په اختیار کې ورکړي

په دغه کتنه کې دکندهار والي روح الله خانزاده ټینګار وکړ چې په کندهار ولایت کې دصنعت او سوداګرۍ د ودې په موخه ددغه ولایت محلي اداره  هر راز همکارۍ ته چمتو ده.

ټاکل شوې ده چې ددغه سفر په ترڅ کې ښاغلی غوریاني دکندهار ولایت دصنعتکارانو او سوداګرو له استازو سره په کتنه کې دهغوی دستونزو د حل پرلارو چارو خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS