کابل ته د ازبیکستان د لوړ پوړي پلاوي راتلل

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۵۴
کابل ته د ازبیکستان د لوړ پوړي پلاوي راتلل

پنجشنبه ۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۵ زمری ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت په بلنه د ازبیکستان هېواد یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ  نن تر غرمې وړاندې کابل ته راورسید.

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به په هغه درې اړخیزه ناسته کې چې د افغانستان، ازبیکستان او آذربایجان تر مینځ جوړېږي ګډون وکړي

پدې ناسته کې به د درې اړخیزو سوداګریزو او اقتصا دي اړیکو د ودې او پراختیا په اړه، د لوژیستیک او ترانسپورت په څانګو کې د درې اړخیز پرمختګ، په افغانستان کې د شته معدني موادو او د زیات ظرفیت درلودونکو معدني موادو درلودونکو سیمو او هغه ساحو په اړه چې هایدرو کاربن لري او د افغانستان په شمال کې د سمټو د تولید د پروژې د تطبیق په برخه کې چې په کال کې به د یو میلیون ټنه د تولید ظرفیت به ولري، بحث او خبرې اترې وکړي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ازبیکستان پلاوی به د درې اړخیزه سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې او د افغانستان د نندارتونو په نړیوال مرکز کې د ددغه هېواد د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون په پرانیست غونډه کې هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS