چینایي پانګوالو سره لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۷:۴۵
چینایي پانګوالو سره لیدنه

شنبه مورخ ۱۶ شوال المکرم ۱۴۴۴ / ۱۶ غويي ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د چین هیواد یو شمیر پانګوالو سره لیدنه وکړه.

په  لیدنه کې چینایي پانګوالو وویل چې د تجربه لرونکي،مسلکي او مجهز تخنیکي ټیمونو په لرلو سره غواړو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا ( سولر سیسټم)، د لویو لارو جوړولو،  کانونو او همداسي نورو بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړو.

همدارنګه چینایي پانګوالو وویل چې غواړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ د افغان سوداګرو یو ټیم ته د چین هیواد له تولیدي فابریکو او کارخونو څخه د لیدنې زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال  چینایي پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ . همداراز ښاغلي جمال د چینایي پانګوالو څخه وغوښتل چې خپل ټول پلانونه او وړاندیزونه چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې لري په لیکلي ډول له وزارت سره شریک کړي ترڅو ستاسو په برنامو په اقتصادی کمیسیون کې بحث وشي.

همدا راز ښاغلي جمال وویل چې الحمدلله نن زمونږ هېواد د بشپړ امنیت څخه برخمن دی او د دغه ستر نعمت څخه په استفادې ټولو صادقو، ژمنو او تجربه لرونکو پانګوالو ته بلنه ورکوو چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS