په کندهار ولایت کې د کاغذ او پلاستیک پرتولید د پانګونې ډیروالی

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۲۶
په کندهار ولایت کې د کاغذ او پلاستیک پرتولید د پانګونې ډیروالی
چهارشنبه : دکب ۱۳مه ۱۳۹۹
د امین کریم د کاغذ او پلاستيک تولیدي فابریکي د بیلابیلو کاغذي او پلاستيکي کارتنونو په تولید کې خپله پانګونه ډیره کړې او په دغه سکتور کې یې د تولید کچه لوړه کړې ده.
دغه فابریکه چې په ۱۳۸۱ کال کې یې د ۸۰ زرو امریکایي ډالرو په لومړنۍ پانګه اچونې سره د کندهار ولایت په شوراندام صنعتي پارک کې د بیلابیلو کاغذي او پلاستیکي کارتنونو په تولید کې خپل فعالیت پیل کړی ، اوس یې په دې برخه کې خپله پانګونه ، ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسولې ده.
یاده فابریکه ، خپل داړتیا وړ خام مواد له ایران ، پاکستان او چین څخه ترلاسه کوي ، دیادولو وړ ده چې په دې فابرکه کې له ۶۰ څخه ډیرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده ، یاده فابریک خپل محصولات پر کندهار سربیره ، کابل ، هرات او بلخ ولایتونو ته هم دخرڅلاو په موخه استوي.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت په هیواد کې دصنعت د ودې لپاره زمینه برابره کړې چې ښکاره بیلګه یې دصنعتي تولیداتولپاره پر اړینو خامو توکو باندې د ګمرکي تعرفو کمولو پالیسي ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS